د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په تازه څرګندونو کې ویلي، چېد طالبانو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی.
ښاغلي اتمر په یوه مرکه کې ویلي، دا موضوع یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم شریکه کړې ده.
دی وايي، قریشي ته یې ویلي، چې د طالبانو د رژیم په څېر د یوه رژیم بېرته راتګ چې سیمه ییز او نړیوال ترهګر هم ورسره وي، نه ستاسو او نه هم زموږ او نړۍ په ګټه دی.
ښاغلي اتمر زیاته کړې«قریشي ته مې و ویل، چې دا خو خپله ستاسو د بربادۍ سبب کېږي، زموږ ګټه په دې کې ده، چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولو، څو له افغان دولت سره سوله وکړي او تاسې یې د پوځي اکمالاتو مخه ونیسۍ.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې تازه د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه په واقعیت کې د پاکستان جګړه ده.
نوموړي زیاته کړې«، د طالبانو روان جنګ بې له شکه د پاکستان په ملاتړ روان دی او دغه هېواد د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي، چې واک ته یې ورسوي.»
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ډول دا خبره رد کړې وايي، په ګڼ شمېر ولایتونو کې د دوی فعالیتونه ښکاره کوي، چې دا نه د پاکستان کار دی او نه د کوم بل بهرني جهت.
که څه هم مجاهد دا خبره رد کړې، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تایید کړې، چې د طالب مشرانو کورنۍ پاکستان کې دي، د ټپیانو درمنله یې پاکستان کې کېږي او ان مړي یې پاکستان کې خښېږي.
دغه راز د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان هم ویلي و، چې په پاکستان کې د افغان طالبانو حضور د پاکستاني ریاست د افغان پالیسۍ برخه ده.
ولي خان زیاته کړې، چې د پاکستان همدغه پالیسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نسلونو ژوند او روزۍ برباد کړي دي.
ایمل ولي خان په خپلو خبرو کې زیاته کړې«موږ صفا خبره کوو، په افغانستان کې هېڅ داخلي جنګ نشته، دا څه چې دي دا د پاکستان مداخله ده.»
LINK: https://www.ansarpress.com/english/23087